د خوست امنیه قومندان، سکرتر یې او ورسره ګوډاګیان ووژل شول

تېره شپه د خوست ولایت، نادرشاد کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له مزدور دښمن سره نښته و شوه، چې په ترڅ کې یې یو شمېر مزدور عسکر مړه او ژوبل شول. وروسته له مرکز څخه د و لایت د امنیه قومندان په ګډون یوه قوه راغله، تر څو سیمه کې د مجاهدینو په ضد عملیات […]

تېره شپه د خوست ولایت، نادرشاد کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له مزدور دښمن سره نښته و شوه، چې په ترڅ کې یې یو شمېر مزدور عسکر مړه او ژوبل شول.

وروسته له مرکز څخه د و لایت د امنیه قومندان په ګډون یوه قوه راغله، تر څو سیمه کې د مجاهدینو په ضد عملیات ترسره کړي.

د راپور له مخې د عملیاتو پر مهال مجاهدینو د دښمن په ایم بي ټانک د ځمکني ماین زوروره چاودنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې یې د خوست امنیه قومندان سیداحمد بابازی، د هغه سکرتر فضل الحق صافي او ۴ نور ګوډاګیان ځای پر ځای قتل او ۱ بل ژوبل شو.

2020/5/8