د خصوصي ښوونځیو مسولینو د ځوانانو مدیریت له مسولینو سره ناسته وکړه:

نن ورز پنجشنبه دهلمند د مرکز د  خصوصي ښوونځیو مسولینو د ځوانانو چارو د مدیریت د مسولینو سره د همږغۍ ناسته وکړه.   ننۍ غونډه چي دهلمند داطلاعات او فرهنګ ریاست کي ترسره سوه او د   اطلاعات او فرهنګ ریاست، ځوانانو چارو مدیریت او خصوصي ښوونځیو مسولینو پکې ګډون درلود دمعمول سره سم د کلام […]

نن ورز پنجشنبه دهلمند د مرکز د  خصوصي ښوونځیو مسولینو د ځوانانو چارو د مدیریت د مسولینو سره د همږغۍ ناسته وکړه.

 

ننۍ غونډه چي دهلمند داطلاعات او فرهنګ ریاست کي ترسره سوه او د   اطلاعات او فرهنګ ریاست، ځوانانو چارو مدیریت او خصوصي ښوونځیو مسولینو پکې ګډون درلود دمعمول سره سم د کلام الله مجید دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د اطلاعات او کلتور ریاست په استازیتوب

مولوي سلطان محمد حنیف  ټولومسؤلینوته ښه راغلاست ووایه اوزیاته یې کړه داسي غونډي به زموږ اوستاسو ترمنځ دهمږغۍ  اومشکلاتو دحل له پاره ګټوري تمامي سي اوپه راتلونکي کي داسي مجالس نور هم په پام کي لرو

نوموړي وویل زموږ ریاست ستاسو دستونځو دهوارۍ په موخه هر راز مرستي ته چمتو دی.

هغه وویل د اطلاعات او فرهنګ ریاست عامه کتابتون به ستاسو دښونځیو دلوستونکوشاګردانو  په مطالعه کي لاهمکاري ترسره وکړي. که شاګردان مراجعه وکړي په کتابتون کي دهرمضمون کتابونه موجود دي  په ښه فضاءکي یې مطالعه کولای سي

هم داراز دځوانانو دمدیریت مسؤل وویل

ځوانان زموږ دملک له پاره دزرو اهمیت لري اوباید ده دوي ساتني ته ځانګړې توجوه وکړو اوزیاته یې کړه چي په دې برخه کي ښونځي زیات رول لري او باید خپل مسؤلیت اداکړي.

 

دخصوصي ښونځیو مسؤلینو داطلاعات اوفرهنګ ریاست څخه  مننه وکړه چي زموږ او ده دې ریاست ترمنځ داسي غونډي په راتلونکي کی هم په پام کي لري

اوزیاته یې کړه چي موږ ترخپل وسه دنوي نسل په روزنه کي زیار ایستلی دی او نوربه هم کوښښ وکړو. دوی وویل دعصري زدکړو ترڅنګ موږ خپلو شاګردانو ته اخلاقي، عقیدوي زدکړي هم ور کړي دي او په خپلو ښونځیوکي مو غریبوشاګردانو اویتمانوته په وړیا ډول ځای ورکړی دی اوزیاته یې کړه که دولت زموږ دمالیاتو په کمښت کي مرسته وکړي دغریبواو یتیمانو د داخلې پروسه به نوره هم پراخه سي.

 

نېټه:۱۴۴۳/۷/۹ هــ ق