نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د هوایي میدان په سیمه کې د حمایوي کنډک په مقر کې د یو لړ مراسمو پر مهال د یاد کنډک د ټولۍ د ورکشاف لپاره نوی مسؤل وټاکل سو. د هلمند د امنیه قوماندانۍ په پېشنهاد او د کورنیو چارو وزرات په منظورۍ […]
نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار د هوایي میدان په سیمه کې د حمایوي کنډک په مقر کې د یو لړ مراسمو پر مهال د یاد کنډک د ټولۍ د ورکشاف لپاره نوی مسؤل وټاکل سو.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ په پېشنهاد او د کورنیو چارو وزرات په منظورۍ محترم شیرمحمد حجازي صاحب د حمایوي کنډک د ورکشاف د نوي مسؤل په حیث د یادي ټولۍ و کارمندانو ته د امنیه قوماندانۍ د اداري معاون محترم مولوي اکرام الدین بصیري صاحب له خوا معرفي او په دنده یې پیل وکړ. د معرفت پر مهال محترم بصیري صاحب وویل چې مسئولیت یو امانت دی او باید په ښه ډول یې ساتنه وکړو.هغه زیاته کړه چې په نظام کې تغیر او تبدیل یو منل سوی اصل دی چې وخت په وخت د مشرانو د لزوم دید په اساس ترسره کېږي. هغه و نوي مسئول ته د ښه خدمت او په چارو کې دبریا هیله وکړه. ورپسې محترم حجازي صاحب د مشرانو څخه تر منني او قدرداني کولو وروسته وویل چې تر خپل وسه به د ولس او نظام په خدمت کې وي، نوموړي وویل چې په پوره صداقت او ریښتینولۍ سره به وخپل کارته دوام ورکړي. نېټه:۱۴۴۳/۴/۲۶/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.