نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۹)نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره برابره ده، د افغانستان حاجیانو سهمیه (۳۰۰۰۰) دېرش زره او دحج فریضې د اداکولو لګښتونه په نظر کې […]
الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۹)نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره برابره ده، د افغانستان حاجیانو سهمیه (۳۰۰۰۰) دېرش زره او دحج فریضې د اداکولو لګښتونه په نظر کې نیولو سره د هر حاجي لګښت (۳۹۲۴,۴۱) امریکایي ډالر چې معادل یې (۳۴۰۰۵۰,۲) افغانۍ کیږي وټاکل شوې په همدې تړاو جوړې شوې غونډه کې ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، ددې وزارت مسلکي مرستیال شیخ الحدیث مولوي زرمحمد حقاني، د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور او د یاد وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون درلود. غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور نور محمد ثاقب د ښه راغلاست ترڅنګ د حج د پروسې په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او د افغانستان اسلامي امارت رهبري هیئت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم مقام د هڅو او کوښښونو په نتجې سره د ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره سمون لري د حج بهیر د تنظیم او ګړندي کولو په موخه په کور د ننه او بهر په سعودي عربستان کې ګټور او پرله پسې فعالیتونه ترسره کړي دي چې په تفصیل سره یې لاندې یادونه وکړه: ۱: د سعودي عربستان له لوري د افغان حاجیانو لپاره (۳۰)زره د حج سهمیه راکړل شوه : د حج د پروسې لپاره لازم تدبیرونه او چمتووالی نیول شوې دی. ۳: د نوبت پر بنسټ د حج د غوښتونکو تایید او پیژندنه تر سره شوې ده. ۴: د حاجیانو لپاره تر ټولو د ټیټ لګښت چارټ جوړول او ترتیبول، چې د هر یو کس (۳۹۲۴,۴۱) امریکايي ډالر کیږي چې د سیمی او ګاونډیو هېوادونو په پرتله د لګښتونو کچې ته په کتو سره د هر نفر د حج لګښت ارزانه بیه ده. ۵: په ټول هیواد کې د حج د معلمینو د تنظیم او له هغوی څخه د آزموینې اخیستلو په موخه کاري کمیټې وګمارل شوې چې په پایله کې یې له ټول هیواد څخه په شرایطو او معیارونو برابر علماء کرام د حج د ښوونکو په توګه وګمارل شول ۶ :د حج د معلمینو درسونه او روزنه مرحله په مرحله پر مخ بیول کیږي. ۷: په هیواد کې دننه د حج په پروسه کې د دخیلو شرکتونو سره د تړونونو لاسلیک کول، لکه د حاجیانو په لیږد کې له کام ایر هوایی شرکت سره قرار داد کول. ۸: په سعودي عربستان کې د حج په پروسه کې د دخیلو شرکتونو سره تړونونه، لکه د استوګنځای، تغذیې او ټرانسپورټ تړونونو لاسلیک کول. ۹: د افغانستان په څلورو پروازي زونونو کې د حاجیانو مجتمعات سمبالول او چمتو کول. ۱۰: د افغانستان د حج په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره درې وخته ډوډۍ ورکول
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.