نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۴) د ملي دفاع وزارت د جګړیزو ګډو زده کړو په قومندانۍ کې د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامو ( ۸۰۰ ) تنه مجاهدین له درې میاشتني مسلکي، عقیدوي، فکري او نظامي اعداد څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. دغو مراسمو کې د چارو اداري […]
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۴) د ملي دفاع وزارت د جګړیزو ګډو زده کړو په قومندانۍ کې د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامو ( ۸۰۰ ) تنه مجاهدین له درې میاشتني مسلکي، عقیدوي، فکري او نظامي اعداد څخه وروسته نن د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې د چارو اداري لوی رئیس شیخ نورالحق “انور” د تعلیماتو او پرسونل مرستیال مولوي باز محمد “حمیدي” د ښوونې، روزنې او دوکتورینو عمومي قومندان الحاج عبدالجبار “صدیقي” او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمیر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون وکړ.
شیخ نورالحق “انور” په وینا کې فارغ شوي مجاهدین خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه تاسو ددې ولس ساتندویان یاست، کوم هیواد چې په فکري، نظامي او په اعداد منظم سمبال فوځ ولري نو هیڅ یو اشغالګر هلته د اشغال لپاره زړه نه ښه کوي او بغاوت څخه لاس اخلي.
په پای کې د جګړیرو ګډو زده کړو قومندانۍ له راغلو مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په تیر یو نیم کال کې ۵۰۰۰ تنه مجاهدین په اعداد سمبال د هیواد ساتنې او خدمت لپاره چمتو کړي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.