د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍڅخه (۱۴۸) تنه مجاهدین فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ ښوونځۍ په مختلفو برخو کې د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قول اردوګانو (۱۴۸) تنه مجاهدین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. په دې غونډه کې د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندانۍ عقیدتي او فرهنګي مسئول مولوي خدایداد […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ ښوونځۍ په مختلفو برخو کې د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قول اردوګانو (۱۴۸) تنه مجاهدین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې غونډه کې د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قوماندانۍ عقیدتي او فرهنګي مسئول مولوي خدایداد «مهاجر» د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیراحمد « محمدي» او ګڼ شمېر مسؤلینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

همدا راز مسؤلینو هر اړخیزې ویناوې وکړې او یاد مجاهدین یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل، په پای کې فارغ شویو مجاهدینو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.