نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۲ د جګدلک یاقوتو کان آفر ګشايي، چې مخکې د داوطلبۍ اعلان ته سپارل شوې وه، نن ورځ یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، رئیسانو، د رسنیو استازو، په شرایطو برابر داوطلبوشرکتونو په […]
الامارة: ۱۴۴۵ جمادي الاول ۲۲ د جګدلک یاقوتو کان آفر ګشايي، چې مخکې د داوطلبۍ اعلان ته سپارل شوې وه، نن ورځ یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، رئیسانو، د رسنیو استازو، په شرایطو برابر داوطلبوشرکتونو په شتون کې، د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې آفرګشایي ترسره شوه. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ګډنوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد کان د مساحت، اکتشاف د استخراج او پروسس په اړه خبرې وکړې. د ټاکلې کمېټې له لوري د پروپوزلونو له ارزونې وروسته به یې پایلې اعلان شي. د وزارت سرپرست همدارنګه د پنجشېر د زمردو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل ویې ویل: چې په یاد ولایت کې ۱۵۰۰ د زمردو کانونه تثبیت شوي، چې ۴۰۰ تنو ته د کان کیندنې جوازونه ورکول شوي او ۱۰۰۰۰ زره کسان په مستقیم ډول د یاد ولایت په کانونو کې په کار بوخت دي، او همدا راز په اوو داوطلبیو کې د ۲۰ زره قیراط زمرد د دوه میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول خبرې وکړې او زیاته یې کړه: هڅه کوه چې د زمردو دپلور لپاره په انلاین توګه داوطلبي ترسره کړو، چې کورني او بهرني سوداګر هم پکې ګډون وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.