د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت هیئت خپل د څېړنیزو سفرونو لړۍ پای ته ورسول.

  دا چي د هلمند ولایت مقام لخوا شاوخوا دوې اونۍ مخکي د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت په موخه یو ګډ باصلاحیته پلاوی ټاکل سوی وو نو په همدې اساس دغه هیئت د باباجي ولسوالۍ د نظارت تر بشپړېدو وروسته تېره ورځ د نهرسراج ولسوالۍ د نظارت چاري بشپړي کړې او په دې […]

 

دا چي د هلمند ولایت مقام لخوا شاوخوا دوې اونۍ مخکي د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت په موخه یو ګډ باصلاحیته پلاوی ټاکل سوی وو نو په همدې اساس دغه هیئت د باباجي ولسوالۍ د نظارت تر بشپړېدو وروسته تېره ورځ د نهرسراج ولسوالۍ د نظارت چاري بشپړي کړې او په دې سره یې د ولسوالیو د وضعیت څېړلو لړۍ پای ته ورسول.

دغه هیئت په نهرسراج ولسوالۍ کي له عوامو، مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو سره غونډه وکړل چي پیل یې د الله تعالی د سپېڅلي کلام د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وسو.
ورپسې د محاکمو استازي غازي مولوي صاحب وینا وکړه، نوموړي د غونډي ګډونوالو ته په خپلو خبرو کي وویل چي موږ دلته ستاسي د ستونزو او غوښتنو د اورېدو لپاره راغلي يو که چيري له کوم ارګان څخه شکایت لری یاهم په قضایي چارو کي ستونزه لری هیله ده زموږ سره یې شریکه کړی.
تر دې وروسته ددغه هیئت مشرتابه شریف مولوي صاحب خپله وینا پیل کړه، نوموړي د صفونو د تصفیې د کمیسیون لایحه د غونډي ګډونوالو ته تشریح کړه همدارنګه یې له مجاهدینو وغوښتل ترڅو پخپلو لیکو کي شامل سوي فاسد او ناوړه اشخاص د صفونو تصفیې کمیسیون ته معرفي کړي.

همداراز د یاد هیئت لخوا د نهرسراج له زندان څخه لیدنه وسوه د بندیانو دوسیې وڅېړل سوې چي په ترڅ کي یې دوه تنه بندیان هم خوشي سوه، وروسته د هیئت لخوا مسؤلینو ته د مجاهدینو د اصلاح او روزني په موخه د سیمینار د جوړولو اړوند سپارښتنه وسوه.

د غونډي په وروستیو کي ددغه ولسوالۍ اوسېدونکو خپلي ستونزي، غوښتني او حقوقي دعواوي له یاد پلاوي سره شریکي کړې او د هیئت لخوا هم ډاډ ورکړل سو چي ټولي ستونزي به یې تر ولایتي اداري ورسوي.
دغه ناسته په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

د یادوني وړ ده چي د نهرسراج ولسوالۍ د نظارت په بشپړېدو سره د ټولو جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت چاري په بشپړ ډول پای ته ورسېدلې.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۰ هـ ق