نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دا چي د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت لپاره استول سوي پلاوي تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ د هزارجفت د سیمي نظارت ترسره کړ او د یادي سیمي له اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلینو او مجاهدینو سره یې بېلابیل مجلسونه ترسره کړل او ترڅنګ یې د هزارجفت د سیمي له […]
دا چي د هلمند ولایت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسوالیو د نظارت لپاره استول سوي پلاوي تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ د هزارجفت د سیمي نظارت ترسره کړ او د یادي سیمي له اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلینو او مجاهدینو سره یې بېلابیل مجلسونه ترسره کړل او ترڅنګ یې د هزارجفت د سیمي له محبس څخه هم لیدنه وکړل د بندیانو د دوسیو ترڅېړلو وروسته یې لس تنه بندیان هم ازاد کړل.
یاد هیئت د خپل سفرونو په لړ کي نن د ناوې ولسوالۍ د نظارت په موخه د یادي ولسوالۍ د سرخدوز سیمي ته سفر وکړ او په دغه سیمه کي یې له دیني علماء کرامو، عوامو خلګو، مسؤلینو او مجاهدینو سره غونډه وکړل.
دغه غونډه د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته د یاد هیئت مشرتابه شریف مولوي صاحب وینا وکړه، ده په خپلو خبرو کي مسؤلینو او مجاهدینو ته ددوی د مسؤلیتونو په اړه سپارښتني وکړې، همدارنګه یې مجاهدین او مسؤلین له ولس سره د نیک برخورد او له دوی سره د ستونزو په وخت کي مرسته کولو ته وهڅول.
یاد باصلاحیته ګډ هیئت د سرخدوز د سیمي د اوسېدونکو ستونزي، غوښتني او دعوې واورېدلې او له دوی سره یې د ستونزو د حل په موخه د هر راز همکارۍ ژمنه وکړل.
هېره دي نه وي یاد پلاوی د سیمي د اوسېدونکو ګڼي ستونزي او دعوې هم هلته حل کړې او هغه ستونزي او غوښتني چي د حل مسؤلیت یې د ولایتي ادارې په غاړه وي تر دغه ادارې به یې ورسوي.
غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.