د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت هيئت په باباجي ولسوالۍ کي جلا جلا غونډي وکړې.

  د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت هيئت د مارجې ولسوالۍ د نظارت تر بشپړولو وروسته تېره ورځ د باباجي ولسوالۍ د نظارت په موخه دغه ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلينو او مجاهدينو سره يې غونډي وکړلې. دغه ناستي د يادي ولسوالۍ […]

 

د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د نظارت هيئت د مارجې ولسوالۍ د نظارت تر بشپړولو وروسته تېره ورځ د باباجي ولسوالۍ د نظارت په موخه دغه ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلينو او مجاهدينو سره يې غونډي وکړلې.

دغه ناستي د يادي ولسوالۍ اړوند په سپين مسجد او لوی مانده سيمه کي ترسره سوې چي پکښي د ولسوالۍ عوامو اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلينو او مجاهدينو ګډون کړی وو.

لومړی غونډه په سپين مسجد کي وسوه چي پيل يې د تل په څېر د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو په تلاوت سره وسو ورپسې د ولايت مقام استازي  شیخ مولوی محمد نسیم  صاحب د غونډي برخه والو ته وينا وکړه، نوموړي د افغانستان د فتحي په اړه وويل چي دا د الله تعالی يو ډېر عظيم نصرت وو چي موږ ته يې فتحه را په برخه کړل نو د افغانستان پر ټول ولس په خاص ډول پر مجاهدينو فرض ده چي د الله تعالی ددې ستر نعمت شکر ادا کړي.

همداراز د ياد هيئت مشرتابه شريف مولوي صاحب هم پخپلو خبرو کي د غونډي ګډونوالو ته په خطاب کي وويل چي موږ دلته ستاسي د ستونزو او غوښتنو د اورېدلو لپاره راغلي يو، همدارنګه يې مجاهدينو ته وويل چي موږ به ستاسي د صفونو د تصفيې په موخه ستاسي په ليکو کي شامل سوي هغه فاسد او ناوړه اشخاص چي د ولس د زوروني سبب کيږي بيرته وباسو.

د غونډي په وروستيو کي د باباجي ولسوالۍ  اوسېدونکو له ياد هيئت څخه مننه وکړه چي ددغه ولسوالۍ د نظارت په موخه يې هلته تشريف ور وړی همداراز يې خپلي ستونزي، غوښتني او وړانديزونه له هيئت سره شريک کړل چي په پايله کي د ياد پلاوي لخوا ددوی سره ژمنه وسوه چي ږغ به يې تر ولايت مقام پوري ورسوي.

وروسته علماء کرامو او مسؤلينو ته د مجاهدينو د اصلاح او روزني په موخه د سيمينار د جوړولو سپارښتنه وسوه.

تردې وروسته ياد پلاوي د باباجي ولسوالۍ د لوی مانده په سيمه کي هم غونډه وکړل د قرانکريم د مبارکو اياتونو د تلاوت وروسته د محاکمو استازي غازي مولوي صاحب او د ياد هيئت مشرتابه شريف مولوي صاحب خپلي ارزښتناکي ويناوي د غونډي ګډونوالو ته واورولې د غونډي په وروستيو کي د ددغه سيمي د اوسېدنکو ستونزي او غوښتني واورېدل سوې او د هيئت لخوا ياداښت کړل سوې وروسته د بنديانو د دوسيو څېړنه هم ترسره چي په ترڅ کي يې دوه تنه بنديان خوشي سوه.

ياد هيئت د باباجي ولسوالۍ د نظارت تر بشپړېدو وروسته د نهرسراج ولسوالۍ د نظارت په موخه دغه ولسوالۍ ته سفر پيل کړ.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۸ هـ ق