نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د ارزيابۍ لپاره ټاکل سوي پلاوي تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سيمه او مرکزي جامع جومات کي د يادي ولسوالۍ له اوسېدونکو، مسؤلينو، مجاهدينو او علماء کرامو سره غونډي وکړې. لومړی غونډه د شاول په سيمه کي جوړه سوه چي پيل […]
د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د ارزيابۍ لپاره ټاکل سوي پلاوي تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سيمه او مرکزي جامع جومات کي د يادي ولسوالۍ له اوسېدونکو، مسؤلينو، مجاهدينو او علماء کرامو سره غونډي وکړې.
لومړی غونډه د شاول په سيمه کي جوړه سوه چي پيل يې د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره وسو، ورپسې د محاکمو استازي غازي مولوي صاحب وينا وکړه، نوموړي په خپل خبرو کي وويل: داچي الله تعالی موږ ته د هيواد ازادي او استقلال را په برخه کړ نو پر موږ فرض ده چي د خپل رب شکر ادا کړو، همدا ډول نوموړي زياته کړه چي ولس زموږ دی او موږ د ولس يو، موږ دلته د ولس د مشکلاتو د اورېدلو او حل کولو لپار راغلي يو، همدارنکه يې مجاهدين د ولس سره ښه چلند کولو ته وهڅول.
وروسته د ياد هيئت مشرتابه شريف مولوي صاحب خپل وينا پيل کړه، نوموړي لومړی د صفونو د تصفيې کميسيون په اړه خبري وکړې او د ياد کميسيون په اړه يې د غونډي برخه والو ته معلومات ورکړل، نوموړي وويل چي موږ به په پوره توان سره ناوړه او فاسد اشخاص له صفونو باسو.
تردې وروسته ياد هيئت د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي جامع جومات کي مجلس ترسره کړ، دغه غونډه هم د معمول سره سم د قرانکريم د سپېڅلو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه، وروسته د ولايت مقام استازي شيخ محمد نسيم صاحب خپله وينا پيل کړه، نوموړي په خپل خبرو کي وويل: داچي زموږ هيواد په بشپړه توګه د کفارو لخوا اشغال وو او بيا چي الله تعالی موږ پر دوی برلاسي کړو دا د الله تعالی نصرت او د مظلومو افغانانو او قهرمانو مجاهدينو د قربانيو نتيجه وه، نوموړي همداراز زياته کړه چي کفار اوس هم کوښښ کوي چي زموږ په هيواد کي ګډوډي رامنځته کړي، د افغانستان پر ضد ددوی فکري جګړه اوس هم روانه ده نو موږ بايد ددوی دغه ناوړه افکارو ته متوجه و اوسو.
ورپسې د پلاوي مشرتابه شريف مولوي صاحب وينا وکړه نوموړي ټينګار وکړ چي هيڅکله به هغه بد او ناوړه اشخاص چي د ولس سره زور زياتي کوي، د ولس څخه رشوت اخلي او يا هم قومي او ژبني تعصب ته لار هواروي د امارت په صفونو کي پرېنږدي.
وروسته ياد پلاوي د نادعلي ولسوالۍ له قاضيانو او بنديانو سره هم خبري وکړې ددوی ستونزي او غوښتني يې واورېدلې همداراز د هيئت لخوا مسؤلينو ته سپارښتنه وسوه چي د مجاهدينو د اصلاح او رزوني لپاره دي دوی ته درې ورځني سيمينار جوړ کړي.
د مجلس په ورستيو کي د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکو خپلي ټولي ستونزي، غوښتني او دعوې له هيئت سره شريکي کړې او د هيئت لخوا هم دوی ته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړل سو.
غونډه په دعائيه وينا پای ته ورسېده.
د يادوني وړ ده چي ياد پلاوي د نادعلي ولسوالۍ د نظارت تر بشپړېدو وروسته د باباجي پر لور سفر پيل کړ.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۷ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.