د جنوبي او مرکزي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره ليږل سوی پلاوی نن د ګرمسېر ولسوالۍ د لکړۍ په سيمه کي غونډه وکړل.

  د هلمند ولايت مقام لپاره د جنوبي او مرکزي ولسواليو د دوهم ځل ارزيابي لپاره ټاکل سوي پلاوي د محترم شريف مولوي صاحب په مشرۍ نن د ګرمسېر ولسوالۍ د لکړۍ په سيمه کي له علماء کرامو، د يادي ولسوالۍ له اوسېدونکو، مسؤلينو او مجاهدينو سره مجلسونه وکړل. ياد مجلس د قرانکريم د څو […]

 

د هلمند ولايت مقام لپاره د جنوبي او مرکزي ولسواليو د دوهم ځل ارزيابي لپاره ټاکل سوي پلاوي د محترم شريف مولوي صاحب په مشرۍ نن د ګرمسېر ولسوالۍ د لکړۍ په سيمه کي له علماء کرامو، د يادي ولسوالۍ له اوسېدونکو، مسؤلينو او مجاهدينو سره مجلسونه وکړل.

ياد مجلس د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت پيل سو.
ورپسې د ياد هيئت څخه حاجي شيخ صاحب د غونډي ګډونوالو ته وينا وکړه چي د مجلس ګډونوالو ته يې تر ښه راغلاست ويلو وروسته د نوي نسل د تربيې او روزني په اړه خبري وکړې.

ورپسې د ياد هيئت مشرتابه شريف مولوي صاحب خپله ارزښتناکه وينا د غونډي ګډونوالو ته واورول نوموړي د صفونو د تصفيې د کميسيون په اړه د غونډي د ګډونوالو سره مالومات شريک کړل همدارنګه يې د غونډي ګډونوالو ته د ياد هيئت  د غړو معرفت وکړ، نوموړي وويل چي زموږ سره په دغه هيئت کي د ګڼو دولتي ارګانو يو استازی ګډون لري تاسي کولای سی له دوی سره خپلي ټولي ستونزي او غوښتني شريکي کړئ.

د لکړۍ د سيمي اوسېدونکو خپلي ټولي ستونزي، غوښتني او دعوې له ياد باصلاحيته استازو سره شريکي کړې چي په پايله کي يې د دوي ځيني ستونزي حل سوې او پاته نوري به يې له ولايتي او عالي ادارې سره شريکي سي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۰ هــ ق