د جنوبي او مرکزي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره لېږل سوی پلاوی ګرمسېر ولسوالۍ ته ورسېد.

  د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره لېږل سوي باصلاحيته هيئت د خانشين ولسوالۍ تر نظارت او د خلګو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته د خپل سفرونو په لړ کي تېره ورځ ګرمسېر ولسوالۍ ته ورسېد. دغه هيئت د شريف مولوي صاحب په مشرۍ […]

 

د هلمند ولايت مقام لخوا د جنوبي او مرکزي ولسواليو د دوهم ځل نظارت لپاره لېږل سوي باصلاحيته هيئت د خانشين ولسوالۍ تر نظارت او د خلګو د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته د خپل سفرونو په لړ کي تېره ورځ ګرمسېر ولسوالۍ ته ورسېد.

دغه هيئت د شريف مولوي صاحب په مشرۍ تېره ورځ د خانشین ولسوالۍ د نظارت او ارزوني لپاره د يادې ولسوالۍ له عوامو، علماءکرامو، مسؤلينو او مجاهدينو سره بېلابېل مجسلونه وکړل چي د نظارت تر بشپړېدو وروسته يې  ګرمسېر ولسوالۍ دصفار سیمي ته سفر وکړ.

ياد پلاوي د ګرمسېر ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماء کرامو، مسؤلينو او مجاهدينو سره مجلسونه وکړل، لومړی يې د ګرمسېر ولسوالۍ دصفار د اوسېدونکو ستونزي، غوښتني او دعواوي واورېدلې د يادي سیمي اوسېدونکو له پلاوي مننه وکړل چي د دوی د مشکلاتو د اورېدلو لپاره ګرمسېر ولسوالۍ ته ورغلي همدارنګه دوی د ګرمسېر ولسوالۍ دصفار دسیمي ټولي ستونزي، اړتياوي او غوښتني له هيئت سره شريکي کړې، په دغه مجلسونو کي د شهيدانو د کورنيو وارثينو هم ګډون کړی وو دوی له ياد پلاوي وغوښتل ترڅو د شهيدانو د کورنيو ستونزي تر اړونده ادارو پوري ورسوي، دوی زياته کړه د شهيدانو کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی بايد د شهيدانو وارثينو ته د دوی حقوق ورکړل سي.

د هيئت مشرتابه شريف مولوي صاحب ولسي خلګو ته ډاډ ورکړ چي ستونزي به يې تر اړونده ادارو پوري رسوي همدارنګه يې د شهيدانو کورنيو ته ډاډ ورکړ چي د دوی ږغ به تر ولايتي ادارې پوري رسوي.

وروسته ياد استازو د ګرمسېر ولسوالۍ دصفار دسیمي له علماءکرامو، مسؤلينو او مجاهدينو سره مجلس وکړ له علماءکرامو يې وغوښتل ترڅو خلګ په پوره توګه د اسلام د سپېڅلي دين په احکاماتو باندي وپوهوي همدارنګه يې مسؤلينو او مجاهدينو ته په خطاب کي وويل: تاسي اوس پر ولس حاکمان یاست د ولس خدمت درباندي فرض دی، د خلګو سره نیکه رویه او ښه سلوک کوئ، د ولس زړونه خپل کړئ، د دوی ستونزي واورئ او د دوی ترمنځ د شریعت مطابق په عدل سره فیصلې وکړئ.

د یادوني وړ ده چي د یاد هیئت لخوا د ګرمسېر ولسوالۍ دصفار د اوسېدونکو ګڼي ستونزي او دعواوي هم هلته حل سوې او پاته نوري به یې د حل په موخه تر ولایت مقام او اړونده ادارو پوري ورسوي.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۰ هــ ق