د جمهوریت (!) د ملاتړ غونډې ولسي دي که دولتي؟

زخمي افغان د اشرف غني په مشرۍ د ارګ د اوسنیو چارواکو یو خصوصیت دا دی چې له پیله یې د عمل په ځای شعار ته کار ویلی او په جعلي غونډو، تبلیغاتو او ډنډورو سره هڅه کوي چې له اساسي مسائلو عامه نظر منصرف او خپل بې اعتباره رژیم ته یو څه حیثیت ترلاسه […]

زخمي افغان
د اشرف غني په مشرۍ د ارګ د اوسنیو چارواکو یو خصوصیت دا دی چې له پیله یې د عمل په ځای شعار ته کار ویلی او په جعلي غونډو، تبلیغاتو او ډنډورو سره هڅه کوي چې له اساسي مسائلو عامه نظر منصرف او خپل بې اعتباره رژیم ته یو څه حیثیت ترلاسه کړي.
د هوایي دهلیزونو، کاسا، ټاپي، راه لاجورد او نورو پروژو څخه د تبلیغاتي استفادې نه وروسته نوبت د کمال خان بند ته ورسید او اوس چې بله هیڅ موضوع نه ده پاته، نو د ارګ او امنیت شوری اوپراتیفي پیسې د جمهوریت په ملاتړ د غونډو جوړولو ته وقف شوي دي او هره ورځ د دغسې تصنعي او جعلي غونډو خبرونه نشریږي.
په پښتو کې متل دی وایي (د ناوې خونده نشته، ډول او سورڼي ته زور ورکړئ) د اشرف غني اداره هم چې په عمل کې د افغانستان تر ټولو فاسده، ناکاره، بې ارادې او بدنامه اداره ده، تر دې چې هیواد یې په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او ټولو برخو کې له ژور بحران سره مخامخ کړی دی. دا چې په خپله بې کفایتۍ ښه علم لري نو د عامه اذهانو د مصروف ساتلو لپاره یې ډول او سورڼي ته زور ورکړی، تر څو د خلکو پام له خپلو ناکامیو او بې کفایتیو په بله کړي.
تر اوسه چې د جمهوریت د ولسي ملاتړ په عنوان کومې غونډې جوړې شوې، یوه یې هم ولسي ماهیت نه لري. په دې غونډو کې چې د ارګ لوړپوړي چارواکي ګډون کوي، ولسي خلک د امنیتي ملحوظاتو له امله حتی نږدې هم نه ورپریښودل کیږي. په دې غونډو کې ټول یا دولتي مامورین دي او یا هغه کرایي ګډونوال چې تر دې پخوا هم په کابل کې جرګو او مظاهرو ته له سرچوک څخه په کرایه راوستل شوي خو وروسته یې د اجرت پیسې هم د دولتي فساد له امله حیف و میل شوې او د رسوایي ویډیوګانې یې ټولو افغانانو لیدلې دي.
لکه څنګه چې په تیرو تش په نامه ټاکنو کې یوازې د کابل ادارې اړوندو مامورینو او معاشخورو ګډون کړی و، په اوسنیو غونډو، جرګو او مظاهرو کې هم ګډونوال یوازې هغه خلک دي چې د روزي مدرک یې له اشغالګرو او د هغوی له تپل شوې ادارې تړلی دی. هغوی به طبعا دا شعارونه ورکوي چې موجوده فاسده اداره دې په خپل حال پاته شي تر څو د دوی د رزق دروازه بنده نه شي.
لکه څنګه چې په تیرو شلو کلونو کې په جعلي جرګو او تبلیغاتو د اشغال ماهیت بدل نه شو او د ولس د تیر ایستلو ټولې هڅې ناکامې شوې، دغه راز په اوسنیو غونډو د تپل شوې ادارې ماهیت هم نه شي بدلیدلی او نه خلکو ته قناعت ورباندې ورکول کیدای شي.
دغسې غونډې او منډې له دې پرته چې ګمارل شویو رسنیو ته خبري مواد برابر کړي او حاکمو ګوډاګیانو ته د ولسیتوب کاذب احساس ورکړي نور په واقعي ډګر کې هیڅ ارزښت او مؤثریت نه لري. هیوادوال باید په دې غونډو خطا نه شي او نه دې د تپل شوې دموکراسۍ د کاذبو کمپاینرانو په اوتو بوتو فکر مصروفوي.