نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زرنج، د شعبان ۱۴ مه / د کب ۲۵ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د تېر نظام د نیمروز امنیه قوماندانۍ د څلرومې حوزې مرستیال وحید الله د عبدالله زوی نن خپل هېواد افغانستان نیمروز ولایت ته راستون او د ا.ا.ا، اصولو ته ژمن سو. دڅلرومې حوزې مرستیال وحیدالله د […]
زرنج، د شعبان ۱۴ مه / د کب ۲۵ مه
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د تېر نظام د نیمروز امنیه قوماندانۍ د څلرومې حوزې مرستیال وحید الله د عبدالله زوی نن خپل هېواد افغانستان نیمروز ولایت ته راستون او د ا.ا.ا، اصولو ته ژمن سو.
دڅلرومې حوزې مرستیال وحیدالله د الحاج مولوي عبدالعلی”ایوبی” د نیمروز امنیه قومندانۍ له ادارې مرستیال سره په کاری دفتر کې لیدنه وکړه.
ښاغلی “ایوبی” د ښه راغلاست او د راتګ په موخه د مننې ترڅنګ وویل، د امیرالمومین شی_خ الحدیث مولوی هیبة الله “اخونزاده”حفظه الله د فرمان پراساس، ټولو افغانانو ته عمومي عفوه ده.
موږ ټول د فرمان مراعت کولو ته ژمن یو، ښاغلي “ایوبی” زیاته کړه، د اوسنې نظام لمنه ډیره پراخه ده او هر افغان کولاي سي، چې په آرامه چاپیریال کې ژوند وکړي او هیڅ ډول خنډ ورته نه رامنځته کیږي.
وروسته وحیدالله د ا.ا.ا د حسن نیت او ښه چلند څخه د مننه وکړه او له نورو وطنوالو څخه هم هیله درلود ترڅو هېواد ته راستون سي او خپل په وطن کې ژوند وکړي.
ښاغلي وحیدالله د نیمروز امنیه قومندانۍ ادارې مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې هیڅ داسي کړنه، چې د نظام خلاف وي زموږ لخوا نه ترسره کیږی او د نظام د بقآ په موخه ستاسو ترڅنګ ولاړ یم.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.