نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) دسرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تور غونډۍ بندر، ترانزیټي لارې او د ځينو سرحدي او صفري نقطو څخه کتنه وکړه. ښاغلي نوري د تور غونډۍ له کمېسار ښاغلي مولوي صالح محمد او […]
الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) دسرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تور غونډۍ بندر، ترانزیټي لارې او د ځينو سرحدي او صفري نقطو څخه کتنه وکړه. ښاغلي نوري د تور غونډۍ له کمېسار ښاغلي مولوي صالح محمد او نورو مسؤلينو سره وکتل او د اوسپنې پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د انتقال د بهير تر څنګ د مسافرو د هوسا تګ راتګ او له ترکمنستاني لوري سره ددوئ د هماهنګي په اړه يې ډاډ ترلاسه کړ. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري سرحد ساتونکو ځواکونو ته د اسلامي نظام د ساتنې او د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا د خونديتوب په اړه ګټورې سپارښتنې وکړې. ښاغلي نوري وويل: دا چې تاسو ويښ او بيداره ياست ټول ولس په ارامه خوب کوي، تاسو ياست چې د قاچاق او ناقانونه تګ راتګ مخه نيسئ او دغه راز د خپلو پولو څارنه او ساتنه کوئ.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.