د بُست خصوصي ښوونیز مرکز له لوري د زده کوونکو د هڅوني په موخه پروګرام جوړ سو

  تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند ګرمسېر ولسوالۍ په هزارجفت بازار کي د بُست خصوصي ښوونیز مرکز له لوري “خوښ یو چي د سولي په فضاء کي خپلي زده کړي کوو“ تر عنوان لاندي د زده کوونکو د تشویق او هڅوني په موخه پروګرام جوړ سو. په دغه پروګرام کي د یاد مرکز ښوونکو، […]

 

تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند ګرمسېر ولسوالۍ په هزارجفت بازار کي د بُست خصوصي ښوونیز مرکز له لوري “خوښ یو چي د سولي په فضاء کي خپلي زده کړي کوو“ تر عنوان لاندي د زده کوونکو د تشویق او هڅوني په موخه پروګرام جوړ سو.

په دغه پروګرام کي د یاد مرکز ښوونکو، مسؤلینو، زده کوونکو او د ګرمسېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.
ددغه ښوونیز مرکز د زده کوونکو په وینا دوی خوښ دي چي په هیواد کي امن راغلی او د اسلامي امارت په راتګ سره د سولي په فضاء کي پخپلو زده کړو بوخت دي.
همداراز د یاد ښوونیز مرکز استاد عصمت الله (عرفان) پر هیوادوالو په خاص ډول د ګرمسېر ولسوالۍ پر اوسېدونکو ږغ وکړ “چي خپل ماشومان او تنکي ځوانان علم او پوهي ته وهڅوي تر څو روښانه راتلونکی ولري.
د پروګرام په وروستیو کي هغه زده کوونکو ته چي د انګلیسي او کمپیوټر په زده کړه کي یې لوړو ټولګیو ته مخته تګ کړی وو ددغه ښوونیز مرکز له لوري ورته Result Cards (د نتیجې پاڼي) ورکړل سوې.