نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)نن د هیواد د بهرنیو چارو سرپرسرست وزیر د چین له سفیر «وانګ یي» سره وکتل او پر ګڼو مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې. ښاغلي وانګ یو د خبرو په پیل کي وویل چې هیواد یې د نوي افغان سرپرست حکومت ننګه او ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هیوادونو تر […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)نن د هیواد د بهرنیو چارو سرپرسرست وزیر د چین له سفیر «وانګ یي» سره وکتل او پر ګڼو مهمو موضوعاتو یې ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي وانګ یو د خبرو په پیل کي وویل چې هیواد یې د نوي افغان سرپرست حکومت ننګه او ملاتړ ته دوام ورکوي او د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکو ته د اهمیت په نظر ګوري. همداراز د چین سفیر د ژمي په رارسیدو سره د خپل هیواد له لخوا د ژمنیو توکو د مرستو یادونه وکړه چې له اړوندو ادارو سره په تفاهم به د یوه میکانیزم په ترڅ کې له اړمنو افغانانو سره لازمې مرستې ترسره کړي. د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم عمیقې او پیاوړې شي. متقي صاحب له چین هیواد څخه مننه وکړه چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې د نیمه پاتې اونویو پروژو پیل ته امادګي ښودلي، دغه راز یي د چین وروستی اقدام وستایه چې د افغاني محصولاتو څخه یې په سلو کي په ۹۸ د مالیي وړ توکو تعرفې صفر ته راټیتې کړي دي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.