د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ هیئت د اروپایي اتحادیې له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشري د ااا لوړ رتبه هيئت د اروپايي اتحاديې له خوا د افغانستان خاص استازي توماس نکالسن او مل هيئت سره دوه ورځني تفصيلي خبري ترسره کړې. هيئتونو په سياسي، بشري، صحي، امنيتي، افغانستان ته د تلو راتلوخوندي لارو او مرستو په هکله […]

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په مشري د ااا لوړ رتبه هيئت د اروپايي اتحاديې له خوا د افغانستان خاص استازي توماس نکالسن او مل هيئت سره دوه ورځني تفصيلي خبري ترسره کړې.

هيئتونو په سياسي، بشري، صحي، امنيتي، افغانستان ته د تلو راتلوخوندي لارو او مرستو په هکله بحثونه او وضاحتونه وکړل چې په ترڅ کې يې اروپايي اتحاديي هوډ ښکاره کړ چې د افغانستان له خلکو سره به مرستو ته دوام ورکوي او د همدې هدف لپاره یې په کابل کې خپل بشري دفتر د موجوديت د دوام په اړه خبر ورکړ.

د افغانستان پلاوي ورته د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې بشري موضوعات بايد له سياسي ملحوظاتو بيل وساتل شي او ټينګار يې وکړ چې د فشارونو پرځای بايد د همکاريو له لاري پرمختګ وشي.
د ناستو په ورستۍ برخه کي دري اړخیزه ( افغانستان، قطر ارپایې ټولنه) ګډه ناسته هم تر سره شوه.
طرفونو هوکړه وکړه چي په راتلونکي کي به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.