د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د اسلامي امارت  لوړ رتبه هیئت قطر هیواد ته روان شو.

نوموړی هیئت به د قطر هیواد له چارواکو او یو شمیر نورو هیوادو له استازو سره د هیواد په اوسني سیاسي وضعیت او اړیکو خبري کوي. په هیئت کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، محترم شیخ شهاب الدین […]

نوموړی هیئت به د قطر هیواد له چارواکو او یو شمیر نورو هیوادو له استازو سره د هیواد په اوسني سیاسي وضعیت او اړیکو خبري کوي.

په هیئت کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوی نورجلال، محترم شیخ شهاب الدین دلاور او حاجی محمد ابراهیم شامل دي.

۱۴۴۳/۲/۳۰ه ق.