نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) نن مازیګر محترم مولوي امیر خان متقي د کابل په ایمان مسجد کې د پرونۍ ناوړه پېښې له امله د دوه تنه شهیدانو د فاتحې او تسلیت په موخه له محترم حکمتیار صاحب سره د نوموړي په استوګنځای کې وکتل. په پیل کې د شهیدانو روح ته د مغفرت او زخمي […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۹) نن مازیګر محترم مولوي امیر خان متقي د کابل په ایمان مسجد کې د پرونۍ ناوړه پېښې له امله د دوه تنه شهیدانو د فاتحې او تسلیت په موخه له محترم حکمتیار صاحب سره د نوموړي په استوګنځای کې وکتل. په پیل کې د شهیدانو روح ته د مغفرت او زخمي ته د عاجلې شفاء دعا وشوه. محترم متقي صاحب دغه ناوړه پېښه په سختو ټکو وغندله او هغوی ته یې د حکومت لخوا د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو د مخنیوي، د مجرمینو د نیولو او سزا ورکولو په اړه د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړ. ورپسې محترم حکمتیار صاحب د هغوی له حال پوښتنې او خواخوږۍ مننه وکړه، او دغه پېښه یې د هیواد د سرسخته دښمنانو کار وباله.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.