نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۶)د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر وکتل او د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په هکله یې خبرې سره وکړي.ښاغلي بکر وویل؛ هیواد یې د تل په څیر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۶)د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کي د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر وکتل او د بشري مرستو، امنیت، انکشافي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو په هکله یې خبرې سره وکړي.ښاغلي بکر وویل؛ هیواد یې د تل په څیر اوس هم له افغانستان سره اوږدمهاله اړيکو ته تیار دی او هڅې کوي چي د افغانانو لاسنیوی وکړي.
ښاغلي شارژدافیر په افغانستان کي د تېر په پرتله د ښه امنیت تائيد وکړ او وویل چې اوس بشري مرستې تر لیري پرتو سیمو رسيږي.همداراز نوموړي څرګنده کړه چې هیواد یې له افغانستان سره د تعامل په پار نوي ډیپلوماټان معرفي کړي دي چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ترسره کړي.
متقي صاحب وویل باید کوشش وکړو نړۍ او افغانستان له یو بل سره نږدې کړو چې ناروې په دې کار کې ښه تجربه لري او رول لوبولی شي.ده زیاته کړه د نوي افغان حکومت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکول شي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ موږ له لسیزو وروسته سرتاسري امنیت تامین کړی، د پخوا په ډول اوس د ورځې په سلهاوو افغانان په چاپو، بمباریو او جنګ له امله نه وژل کیږي او نه هم بیځایه کیږي.متقي صاحب زیاته کړه تخریبوونکې ډلې مو ځپلې او هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څوک وګواښي. دغه راز مو د مخدره توکو کښت او قاچاق بند کړي او لسګونه زره په نشو روږدي کسان تر درملنې لاندې دي. نړۍ مسؤلیت لري چې په دې برخو کې مرستې وکړي او دغه ډول بشري موضوعات سیاسي نکړي د بهرنیو چارو وزیر وویل، لکه تاریخ چې ښودلې، په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو. په پای کې دواړو لوریو په تعامل او همکاریو ټینګار وکړ.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.