د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نیمروز ته سفر وکړ

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د نیمروز ولایت د بهرنیو چارو په ریاست کې له اړوندو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او هغوی ته یې په مربوطه چارو کې لازمې سپارښتنې وکړې. محترم مقتي صاحب وویل؛ د اسلامي امارت د متوازنې او اقتصاد محوره پالیسۍ د عملي تعقیب په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د نیمروز ولایت د بهرنیو چارو په ریاست کې له اړوندو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او هغوی ته یې په مربوطه چارو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
محترم مقتي صاحب وویل؛ د اسلامي امارت د متوازنې او اقتصاد محوره پالیسۍ د عملي تعقیب په موخه لازمه ده، ‏چې تجاراتو ته تسهیلات برابر کړئ تر څو د ورېښمو له لارې افغان تجارانو ته د صاراتو او وارداتو لاښه زمینه برابره شي.
د بهرنیو چارو وزیر د نیمروز د خارجه نمایندګۍ د مسؤلینو کړنې وستایلې او هغوی یې وهڅول تر څو یې خدمات له نورو اړونده اداراتو سره په بشپړه هماهنګي لا ګړندي او مؤثر شي