د بهرنيو مرسته کوونکو ادارو لوړ پوړو مسئولینو کندهار ته سفر وکړ.

  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د جنوب لويديځي حوزې مشر “ډرووايت” په کابل کي د يوناما مشر “جان لوکا” او د بشري حقونو آفسر “نوویل” کندهار ته په سفر کي دلته له لوړو پوړو مسئولینو سره وکتل. راغلو کسانو د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست په کاري دفتر کي […]

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د جنوب لويديځي حوزې مشر “ډرووايت” په کابل کي د يوناما مشر “جان لوکا” او د بشري حقونو آفسر “نوویل” کندهار ته په سفر کي دلته له لوړو پوړو مسئولینو سره وکتل.
راغلو کسانو د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رياست په کاري دفتر کي د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر، جلب وجذب او سمع شکاياتو رياست له رئيس الحاج مولوي عبدالرحمن منير صاحب سره وکتل.

راغلو کسانو پر بېلا بېلو موضوعاتو بحث وکړ، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسئولینو راغلو کسانو ته هر اړخيز معلومات ورکړل، په ناسته کي د بشري حقونو په اړه هم ډېري خبري وسوې، د دې تر څنګ د ښځو حقونو، کاري فرصتونو او په ټولنه کي ئې د رول په اړه د مسئولینو له لوري د اسلامي اصولو مطابق معلومات وړاندي سول.

ښاغلي منیر زیاته کړه، چي ا.ا د اسلامي اصولو مطابق د بشر ټول حقونه مني او ښځو ته هم ټول هغه حقوق ورکوي، چي اسلام ورکړي دي، نوموړي په ښکاره ډول د هغوی تعلیم، کار او نورو ورځنیو چارو ته اشاره وکړه.