د بغلان په ۵ ولسوالیو کې د کابل ادارې ۱۱ کارکوونکي له مجاهدینو سره یوځای شول

له مجاهدینو سره د یو ځای کېدو په لړ کې پرون د بغلان ولایت، دوشي، مرکزي بغلان، ده صلاح، پلخمري او برکه ولسوالیو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده د کابل ادارې ۱۱ عسکر، پولیس او اربکیان له جګړې او […]

له مجاهدینو سره د یو ځای کېدو په لړ کې پرون د بغلان ولایت، دوشي، مرکزي بغلان، ده صلاح، پلخمري او برکه ولسوالیو کې د دعوت او ارشاد کمیسیون او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده د کابل ادارې ۱۱ عسکر، پولیس او اربکیان له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې نومونه یې په لاندې ډول دي:

۱: نورالدین ولدسیدالله

۲: عبدالغفارولدعبدالحبار

۳: علی محمدولدحاجی صالح

۴: سیدکل محمدولدخال محمد

۵: عبدالوهاب ولدعبدالغفور

۶: حیات الله ولدعبدالعطاء

۷: امیرجان ولدنورالله

۸: محمدرسول ولدمحمدامین

۹: سیدمحمدولدمحمدعمر

۱۰: محب الله ولدعبدالله

۱۱: اسلام الدین ولدمحمددین

راغلو کسانو په تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې، د مجاهدینو لخوا په ورسره شوي چلند یې خوښي ښوولې او ژمنه یې کړې ده، چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ ډول فعالیت نه کوي.

مجاهدینو د دوی د راتلو هرکلی کړی او بیرته یې عادي ژوند ته ورګرزولي دي.

‏2021‏/4‏/13