د بغلان ولايت د احمدزيو کوچيانو له ځينو مشرانو سره کتنه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د وزارت د غونډو په تالار کې د بغلان ولايت د ډنډ غوري له کوچي مشرانو سره په داسې حال کې وکتل چې پر مهال یې د کوچيانو چارو د سمون لوی رياست رئيس مولوي ګل […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د وزارت د غونډو په تالار کې د بغلان ولايت د ډنډ غوري له کوچي مشرانو سره په داسې حال کې وکتل چې پر مهال یې د کوچيانو چارو د سمون لوی رياست رئيس مولوي ګل زرين کوچي او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود.

د کوچيانو ځينو مشرانو لکه حاجي رستم خان، حاجي سرور، تاج محمد، عبدالحی، جمعه دين او سراج الدين د بغلان ولايت د کوچيانو د مالدارۍ، څړځايونو او هستوګنې اړوند ځيني ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
سرپرست وزیر مشرانو ته خطاب کې وویل چې د کوچيانو ژوند او مالدارۍ ته به په راتلونکي کې په لوړه کچه رسيدګي کيږي او په وينا يې چې مالداري د هيواد د اقتصاد مهمه برخه ده او په ټوله کې مسؤولين دې ټکي ته متوجه دي.

ښاغلي نوري د بغلان ولايت د کوچيانو ستونزې اوريدل خپله دنده وبلله او ډاډ يې ورکړ چي په راتلونکي کې به هم د دوی هرې غوښتنې ته ځواب ووايي.