د بشري او پرمختیایي مرستو پر تړاو د یوناما دفتر له مسؤلې سره د فراه ولایت مقام ګډه مشورتې ناسته ترسره کړه

نن دوشنبه د فراه ولایت، ولایتي مسؤل ښاغلي روحاني صاحب په خپل کاري دفتر کې، د یوناما دفتر له مسؤلې اغلې آرزو هتاکویی(Arzu Hatakoy) سره ولیدل. د یوناما دفتر مسؤلې د فراه ولایت له بیوزلو وګړو سره د هر ډول بشري، اقتصادي او روغتیایې مرستو د ورکړي ډاډ ورکړل، هتاکویی وویل، چې موږ پلان لرو، […]

نن دوشنبه د فراه ولایت، ولایتي مسؤل ښاغلي روحاني صاحب په خپل کاري دفتر کې، د یوناما دفتر له مسؤلې اغلې آرزو هتاکویی(Arzu Hatakoy) سره ولیدل.

د یوناما دفتر مسؤلې د فراه ولایت له بیوزلو وګړو سره د هر ډول بشري، اقتصادي او روغتیایې مرستو د ورکړي ډاډ ورکړل، هتاکویی وویل، چې موږ پلان لرو، چې په دي حساسو حالاتو کې، د دې ولایت د مرکز او اړوندو لریو پرتو سیمو ټولو بیوزلو، جنګ او وچکالۍ ځپلو وګړو ته، خپلې بشري او روغتیایې مرستې ورسوو، زموږ موخه بیوزلو ته پر وخت د مرستو رسول دي، اغلې هوتایی له ولایت مقام څخه د لازمې همکارې غوښتنه وکړه.

 

ولایتي مسؤل ښاغلي روحاني اغلې آرزو هتاکویی ته لومړی ښه راغلاست وویل، ورپسې یې په دي ولایت کې د یوناما دفتر له کار او ولس سره له همیشنۍ خواخوږۍ او ښیګڼې څخه مننه وکړه، ده همدارنګه وویل، چې زموږ ولس له بدلون سره سم، له ډیر ناورین سره لاس او ګریوان شوی، باید د دوی هر ډول ستونزو ته په ګډه په هر حالت کې ځواب ویونکي واوسو.

ښاغلي روحاني همدارنګه د ولایت مقام د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړل.