د بست زون داتلو کلبونو سیالۍ دهلمند شعیب خان کلب په ګټه پای ته ورسیدي .

نن دهلمند کرکیټ لوبغالي کې دبست زون ولایتي سیالیو وروستی لوبه ترسره سوه. دتېرو لوبو په تعقیب نن دټورنمینټ فاینل لوبه دهلمند سټار کلب او هلمند شعیب خان کلب تر منځ تر سره سوه. دلوبې پچه د سټار لوبډل مشر وګټل او د توپ اچوني پریکړه یې وکړه. شعیب خان کلب په ۳۰ اورنو کې […]

نن دهلمند کرکیټ لوبغالي کې دبست زون ولایتي سیالیو وروستی لوبه ترسره سوه.
دتېرو لوبو په تعقیب نن دټورنمینټ فاینل لوبه دهلمند سټار کلب او هلمند شعیب خان کلب تر منځ تر سره سوه. دلوبې پچه د سټار لوبډل مشر وګټل او د توپ اچوني پریکړه یې وکړه. شعیب خان کلب په ۳۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سټار کلب ته ۱۶۵ هدف کیښود.
چي اعجاز حقیار۵۳ او
عبدالنافع ۴۱ منډي جوړي کړي.
دسټار کلب لپاره مصطفی سنګر ۳ او نصیب الله ۲ لوبغاړي وسوځول.

هلمند سټار کلب په ۲۹.۵ اورنو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۴ منډي جوړي کړې.
چي عصمت الله ۵۱ او
مصطفی سنګر ۲۴ منډي جوړي کړې. د شعیب خان کلب لپاره عبدالباري کاکړ ۳ او فضل الحق نیازي ۳ لوبغاړي وسوځول.

لوبه هلمند شعیب خان کلب د ۲۰ منډو په توپیر له سټار کلب څخه وګټل.

د لوبې غوره لوبغاړی اعجاز حقیار سو.

د ټورنمینټ ډیري منډي جوړونکی عبدالباري محمدي سو چي ۱۴۱ منډي جوړي کړي وې.

د ټورنمینټ ډیری ویکیټي اخستونکی عبدالباري کاکړ سو چي ۷ ویکټي یې اخیستي وي.

یادي سیالۍ چي دڅو انټر کلبونو تر منځ په لاره اچول سوې وي.

د بست زون دوهم پړاو انټر کلب سیالۍ چي هرات،نیمروز،فراه، زابل، ارزګان او دهلمند ۲ لوبډلو ګډون پکښي کړی نن دهلمند شعیب خان کلب په ګټه پای ته ورسیدي.

دهلمند دکرکیټ مسؤلین وایي چي دي ته ورته سیالۍ به په آینده کې هم دمختلفو ټیمونو تر منځ په لاره اچول کیږی تر څو ځوانان او ورزشکاران نور هم تشویق سي او ورزش ته مخه کړې .

نیټه. ۱۴۴۳/۵/۱۱ هـ ق