نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دهلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د عمومی وضعیت دڅېړني لپاره ټاکل سوي هیئت تېره ورځ د باغران او بغني ولسوالیو ترمنځ دلېرو پرتو سیمو د اوسېدونکو د حال او احوال پوښتنه وکړه او هلته یې د ځایي اوسېدونکو سره سره دهغوی د ژوند دهر اړخیز وضعیت په هکله خبري وکړې او د […]
دهلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو د عمومی وضعیت دڅېړني لپاره ټاکل سوي هیئت تېره ورځ د باغران او بغني ولسوالیو ترمنځ دلېرو پرتو سیمو د اوسېدونکو د حال او احوال پوښتنه وکړه او هلته یې د ځایي اوسېدونکو سره سره دهغوی د ژوند دهر اړخیز وضعیت په هکله خبري وکړې او د هغوی دستونزو اومشکلاتو څخه یې ځان خبر کړ همدارنګه د پلاوي دمشرتابه لخوا دځینو غریبو کسانو سره یوه اندازه نقدي مرسته وسوه.
ورپسې دغه باصلاحیته پلاوی چي رهبري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب کوي او په ترکيب کي يې دمرافعه محکمې، امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، ،دلښکرګاه ښاروالی، عامي روغتيا رياست، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تعليم او تربيې، امربالمعروف رياست، او د محابسو ادارې استازي شامل دي، دبغني ولسوالۍ دعمومي وضعیت د څېړني او ارزوني چاري ترسره کړې.
همدا ډول یاد پلاوي بغني ولسوالۍ ته د رسېدو سره سم د بېلابیلو سیمو دعلماء کرامو او قومي مشرانو سره د لیدني په ترڅ کي د هغوی سره دامنیت، روغتیا، پوهني او نورو ټولنیزو مسایلو په اړه خبري وکړې، د هغوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه یې واورېدل او د هواری په موخه یې د ځایي مسؤلینو سره د اداري چارو د ښه اجراء او د ولس ستونزو ته پر وخت د رسېدني په اړه بحث اوخبري وسوې چي په پایله کي د عامو خلګو یو شمېر غوښتي او ستونزي هم هلته حل سوې او پاته نوري به يې دحل لپاره د ولايت مقام او اړونده وزارتونو سره شريکي سي.
دغه ډول دپلاوي لخوا د ولایت مقام د هدایت په اساس مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه ترڅو ټولو مجاهدینو ته د شیخانو او عالمانو په واسطه درې ورځني سیمینارونه جوړ او ورته اصلاحي بیانونه وکړي.
همداراز د هیئت لخوا د دغه ولسوالۍ اړوند ټولو نظامي مسؤلینو او د حوزو له مشرانو سره غونډه وسوه د پلاوي په استازیتوب محترم بصیري مولوي صاحب مجاهدینو ته اصلاحي بیان وکړ: محترم بصیري صاحب دخپلو خبرو پرمهال: دنظامي مسؤلینو او مجاهدینو څخه وغوښتل چي خپل دندي په پوره اخلاص سره ترسره کړې، د ولسونو سره نیک برخورد وکړي او په خپلو صفونو کي ناوړه کسانوته ځای ورنکړي.
دیادونی وړده: چي ټاکل سوي هئیت د يادي ولسوالۍ اړوند محبس څخه هم لیدنه وکړه او په زندان کي یې دبندیانو سره خبري وکړې او له هغوی څخه یې د زندان دمسؤلینو اوقاضیانو دبرخورد په هکله پوښتني وکړې.
ورپسې دپلاوي له لوري داړونده محکمې دقاضایانو سره هم مجلس ترسره سو او هغوی ته سپارښتنه وسوه، چي دبندیانو دوسیو او نورو قضایاو ته پر وخت رسېده ګي وکړي او په عادلانه توګه دشرعي اصولو مطابق ټولي قضایاوي حل او فصل کړي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۲ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.