د ا.ا.ا مرستیال د امریکا له لورې له اسلامي امارت سره د مرستو ادعاوې رد کړې

الامارة: چهارشنبه ۱۹/۱۰/۱۴۰۳ د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا له لورې له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو. نوموړي ویلي: «حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت […]

الامارة: چهارشنبه ۱۹/۱۰/۱۴۰۳
د افغانستان د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د امریکا له لورې له اسلامي امارت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو.

نوموړي ویلي: «حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي.»
هغه وایي چې اسلامي امارت له امریکا څخه د کومې مرستې توقع نه لري او نه یې هم کله غوښتنه کړې.
اعلامیه کې راغلي دي چې هغه پیسې چې امریکا یې یادونه کوي، د امریکا هغه مصارف دي چې ډېره برخه یې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پر تېښته او وتلو مصرف شوي او یا د هغو افغانانو په وتلو او ځای پر ځای کولو لګول شوې چې له دوی سره یو ځای افغانستان څخه وتښتېدل.
شاید یوه اندازه یې د نړیوالو مؤسسو له لوري په اصطلاح د بشري مرستو په نوم هم لګیدلې وي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي: «موږ هم غواړو چې امریکا دې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه قطع کړي، ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو په هیڅ درد نه خوري. »
د اعلامیې په پای کې راغلي چې که دقیق تحلیل وشي، دا ټولې پیسې امریکا د افغانستان په نوم بیرته د خپلو اهدافو د ترسره کولو لپاره مصرف کړې دي، او هڅه کوي له دې لارې د اسلامي امارت په وړاندې پروپاګند وشي.