نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په مشرۍ د امنیتي ارګانونو د مسئولینو غونډه وشوه. په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی ریاست سرپرست محترم ملا عبدالحق وثیق او نورو […]
پرون په کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په مشرۍ د امنیتي ارګانونو د مسئولینو غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر محترم مولوي محمد یعقوب مجاهد د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی ریاست سرپرست محترم ملا عبدالحق وثیق او نورو لوړ رتبه امنیتي مسئولینو ګډون درلود.
په ناسته کې د امنیتي ارګانونو مسئولینو په خپلو استقامتونو کې د پرمختګونو او اجرأتو په اړه د مشرتابه محترم مقام ته توضیحات وړاندې کړل. د مشرتابه عالي مقام د یادو ارګانونو د مسئولینو هڅې وستایلې او په مختلفو برخو کې یې هغوی ته سپارښتنې وکړې. د غونډې په جریان کې د امنیتي ارګانونو په اړوندو ستونزو هم بحث وشو چې مشرتابه یې د حل په اړه لازم هدایات وکړل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.