د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د ترکیې بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

الاماره ۱۴۴۵/محرم/۲۳ په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ترکیه دوه دوست او د اوږدو تاریخي اړیکو درلودونکي هېوادونه دي او باید […]

الاماره ۱۴۴۵/محرم/۲۳
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او ترکیه دوه دوست او د اوږدو تاریخي اړیکو درلودونکي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونو پر جوړېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدارنګه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې له هېواد څخه غوښتنه وکړه چې په دې هېواد کې له مېشتو افغان مهاجرینو سره ښه سلوک وکړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هاکان فیدان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.