نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: جمعه ۷/۱۰/۱۴۰۳مه د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ته د هغوی د بریا له امله مبارکي ورکړه او د نوي حکومت د بريا هيله يې وکړه. مولوي امیر خان متقي ښاغلي أسعد حسن الشيباني ته د بهرنيو چارو د وزير په توگه د گومارنې له […]
الامارة: جمعه ۷/۱۰/۱۴۰۳مه
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په سر کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ته د هغوی د بریا له امله مبارکي ورکړه او د نوي حکومت د بريا هيله يې وکړه. مولوي امیر خان متقي ښاغلي أسعد حسن الشيباني ته د بهرنيو چارو د وزير په توگه د گومارنې له امله هم مبارکه ورکړه او د کامياب ماموريت هيله یې څرگنده کړه. متقي صاحب له بریا وروسته د سوریې حکومت د عفوې او ښې حکومتولۍ لپاره دریځونه وستایل او هیله یې څرگنده کړه چې افغانستان او سوریه وکولای شي منظمې دیپلوماتیکې اړیکې رامنځ ته کړي. د بهرنیو چارو وزیر وويل افغانانو نږدې نیمه پېړۍ کړاوونه لیدلي او د سوريې اوسنی وضعیت ښه درک کولای شي. د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار د ټیلفون له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښکېلاک پرخلاف د افغانانو شل کلنه مبارزه مهمه تجربه وه چې زده کړه ترې کېدای شي. ښاغلي أسعد حسن الشیباني زیاته کړه، چې د سوریې خلکو شاوخوا پنځوس کاله سخت کړاوونه لیدلي او اوس له پخواني رژیم څخه ډیرې ناخوالې را پاتې دی. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر هم هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پراخې شي او د دواړو لوريو پلاوي ليده کاته ولري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.