نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الامارة: پنجشنبه ۲۰/۹/۱۴۴۶ د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره نن د بنديانو په چارو کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر ځانگړي استازي او ورسره د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانگړي استازي ښاغلي زلمي خليلزاد او ملپلاوي وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا پر […]
الامارة: پنجشنبه ۲۰/۹/۱۴۴۶ د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره نن د بنديانو په چارو کې د امريکا متحده ايالتونو د ولسمشر ځانگړي استازي او ورسره د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانگړي استازي ښاغلي زلمي خليلزاد او ملپلاوي وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او امریکا پر دوو اړخيزو اړيکو، د بنديانو په خلاصون او په امريکا کې افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې. د هېواد د بهرنيو چارو وزير په سر کې یاد پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او کابل ته يې د دوی راتگ دوو اړخيزو اړيکو کې ښه پرمختگ وباله. مولوي امير خان متقي وويل، د ا.ا.ا. د خپل متوازن بهرني سياست په رڼا کې ټولو لوريو سره مثبتې اړيکې غواړي. د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، دا مهمه ده چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي چې مسئلې د خبرو له لارې اوارې کړي. مولوي امير خان متقي همداراز وويل، پکار ده چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جگړې له اغېزو راووځي او يو بل سره سياسي او اقتصادي مثبتې اړيکې ولري. د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانگړي استازي اډم بوايلر د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختگ د باورجوړونې پر لور ښه گام وباله. ده همداراز په افغانستان کې د مخدره موادو پرخلاف او د امنيت د ټينگښت پر لور اقدامات د ستاينې وړ وبلل. ښاغلي اډم بوايلر د دواړو لوريو ترمنځ د خبرو پر دوام ټينگار وکړ او د خبرو له لارې يې د اړيکو تقويت مهم وباله. نوموړي وويل، دواړه هېوادونه تاريخي اړيکې لري چې ځينو پړاوونو کې ستونزې هم وې، اوس مهمه دا ده چې راتلونکي ته وگورو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.