نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام له لوري، څو ورځې وړاندې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د پلټنو په موخه هیئت وټاکل شو. هیئت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محترم ملامحمد ابراهیم صدر صاحب په مشرۍ چې د […]
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام له لوري، څو ورځې وړاندې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د پلټنو په موخه هیئت وټاکل شو.
هیئت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محترم ملامحمد ابراهیم صدر صاحب په مشرۍ چې د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو یې ملتیا کوله، کار پیل کړ.
تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمير هيوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی. د پېښې پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او هيئت په دې اړه کار کوي، وروستي جزيات به د څيړنو له پایته رسېدو وروسته بیا خپاره شي. ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت مرستیال ویاند ۲۸/۴/۱۴۴۶هـ ق ۱۰/۸/۱۴۰۳هـ ش ــ 2024/10/31 م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.