د اوچا د همغږۍ او (WFP) له مسؤل سره د فراه ولایت ښاروال لیدنه وکړه

تیره ورځ  د فراه ولایت، ښاروالۍ ریاست، ښاروال ښاغلي مولوي عبدالظاهر “خادم” له ډاکټر شاهرخ پژمان د اوچا (په لویدیځ زون کې د مؤسساتو همږغي کوونکي) او ډاکټر قادر عاصمي د لویدیځ زون لپاره د (WFP) مسؤل سره وکتل.   یاده لیدنه، چې تیر مازديګر د ښاروالي په ریاست کې ترسره شوه، لومړی داکتر شاهرخ […]

تیره ورځ  د فراه ولایت، ښاروالۍ ریاست، ښاروال ښاغلي مولوي عبدالظاهر “خادم” له ډاکټر شاهرخ پژمان د اوچا (په لویدیځ زون کې د مؤسساتو همږغي کوونکي) او ډاکټر قادر عاصمي د لویدیځ زون لپاره د (WFP) مسؤل سره وکتل.

 

یاده لیدنه، چې تیر مازديګر د ښاروالي په ریاست کې ترسره شوه، لومړی داکتر شاهرخ د خپلو پروګرامونو په هکله معلومات ورکړل او د ۲۰۲۲ میلادي کال لپاره یې د ډیرو مرستو په را جلبولو ټینګار وکړ.

 

وروسته د (WFP) مسؤل ډاکټر قادر عاصمي هم د نوي میلادي کال لپاره خپل چمتووالی وښود، ده همدارنګه د فراه ښار په مرکز کې د ۲۰۰۰ بیوزلو کورنيو لپاره د ګڼو خوراکي توکو د ویش د لړۍ زیری ورکړل، عاصمي زیاته کړه، چې موږ کوښښ کوو، ترڅو دا شمیره په فراه مرکز کې تر ۱۲۰۰۰ کورنیو لوړه کړو.

 

وروسته د فراه ولايت ښاروال ښاغلي خادم راغلي هیئت او میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو، ترڅنګ هغوی ته د هر راز کیدونکو همکاریو ډاډ ورکړ، ښاروال زیاته کړه، چې موږ او تاسې له ۴۰ کلن جنګ څخه راوتلي یو، ولي اوس امن او ارامې ده، د هیواد د جوړیدو وخت دی.

 

ښاغلی ښاروال صاحب همدارنکه وویل، چې د مستحقو کورنيو لپاره باید شفافيت په نظر کې ونیول شي او د کورنیو سروې باید په پوره عدالت ترسره شي.