نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو، ساتنې او څارنې په موخه له منصور فاتح شرکت سره، قرارداد لاسلیک کړ. دغه قرارداد د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د چارو ادارې لوی رییس، […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱)د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو، ساتنې او څارنې په موخه له منصور فاتح شرکت سره، قرارداد لاسلیک کړ.
دغه قرارداد د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د چارو ادارې لوی رییس، محترم شیخ الحدیت مولوي نورالحق انور په حضور کې د یادو ادارو د مسوولینو ترمنځ لاسلیک شو.
د اوسپنې پټلې ادارې سرپرست، محترم ملا بخت الرحمن شرافت وویل، دا قرارداد د ۲ کلونو لپاره کېږي چې قراردادي شرکت ته په کال کې د خدمتونو وړاندې کولو بدل کې ۴۱۸۷۸۳۲ امریکایي ډالر ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړه، مخکېني قرارداد چې له سودیګانا ترانس ازبکي شرکت سره شوی وو، د کلنیو خدمتونو بدل کې شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر ورکول کېدل. دغه راز ښاغلي شرافت وویل، چې د یاد قرارداد پر بنسټ، قراردادي شرکت یوازې تخنیکي ملاتړ برابروي او د ساتنې او سمبالونې نورې ټولې چارې د اوسپنې پټلۍ ادارې لخوا مدیریت کېږي.
د اوسپنې پټلې ادارې د مسوولینو په وینا، په ښه ډول د قرارداد نه عملي کېدل، یوازې په یوه سټېشن کې د خدمتونو وړاندې کول، اضافي لګښتونه غوښتل، د عوایدو راټولو برخه کې د شفافیت نشتون او د پروسې د لویې برخې مدیریت قراردادي شرکت ته ورکول، د مخکېني قرارداد له زیانونو څخه وو.
همدارنګه د اوسپنې پتلۍ مسوولینو څرګنده کړه، چې د قرارداد په لګښت کې کموالی، له یوه سټېشن څخه د حیرتان، نایب آباد او Port 5 درې سټېشنونو ته د خدمتونو وړاندې کولو پراختیا، د عوایدو راټولو برخه کې روڼتیا، د افغاني تخنیکي پرسونل روزنه، د اضافي لګښتونو لغوه کېدل او افغاني کادرونو ته د کاري فرصت برابرول، د نوي قرارداد له ګټو څخه دي. همداراز، د منصور فاتح شرکت مرستیال، بیسن بای مخانوف، د اسلامي امارت له باور او د اوسپنې پټلۍ ادارې، د چارو ادارې او د ملي تدارکاتو ادارې له همکاریو د مننې ترڅنګ د یاد قرارداد په ښه او پروخت تطبیق ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده،چې دمخکېني قرارداد له مخې په ۲۲کیلومتره کې د خدمتونو وړاندې لپاره په کلني ډول شاوخوا ۱۵میلیونه امریکایي ډالر ورکول کېدل؛په داسې حال کې چې د اوسني قرارداد پر اساس په ۱۰۶کیلومتره کې د خدمتونو وړاندې کولو لپاره په کلني ډول څه باندې ۴.۱میلیونه امریکایي ډالر ورکول کېږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.