د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د (۷۷) ساختماني شرکت له مرستیال سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) نن چهارشنبه د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د (۷۷) ساختماني چارو شرکت له مرستیال ښاغلي بوراک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دې لیدنه کې د له یاد شرکت څخه د اوسپنې پټلۍ اړوند کانکریټي سلیپرو، پلونو او پلچکونو د پېرلو په اړه مفصل بحثونه وشول. […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) نن چهارشنبه د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت د (۷۷) ساختماني چارو شرکت له مرستیال ښاغلي بوراک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د له یاد شرکت څخه د اوسپنې پټلۍ اړوند کانکریټي سلیپرو، پلونو او پلچکونو د پېرلو په اړه مفصل بحثونه وشول. د یاد شرکت مرستیال وویل: په هره کچه چې د اوسپنې پټلۍ اداره کانکریټي سلیپرونه، پلونه او پلچکونه وغواړي، موږ کولای شو په ډیر کم وخت کې یې تولید کړو.
د ادارې سرپرست ښاغلي شرافت دوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی کانکریټي تولیدات به کاروي، چې له دې سره به د اوسپنې پټلۍ د ترمیم په لگښتونو کې کموالی راځي.
یاده دې وي چې (۷۷) د ساختماني چارو شرکت دی او په کابل کې فعالیت لري. دغه شرکت اوس د کجکي بند او یو شمېر نورو ودانیزو پروژو چارې مخ ته وړي.