نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د پاکستان هېواد په رسمي بلنه تېره ورځ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت دغه هېواد ته سفر وکړ او نن سه شنبې یې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ښاغلي ظفر زمان رانجا سره وکتل. دغه ناسته کې چې د افغانستان […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۱) د پاکستان هېواد په رسمي بلنه تېره ورځ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست الحاج ملا بخت الرحمن شرافت دغه هېواد ته سفر وکړ او نن سه شنبې یې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ښاغلي ظفر زمان رانجا سره وکتل. دغه ناسته کې چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ارشد مشاور ښاغلي میرویس غفوري هم ګډون درلود، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند مفصل بحثونه وشول. ښاغلي شرافت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړ چې افغان لوری د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره پوره چمتوالی لري. پاکستاني لوري څرګنده کړه چې دوی تخنيکي مطالعاتو ته د چمتوالي ترڅنګ، تعهد لري چې له ازبکستان هېواد سره په ګډه د تخنيکي مطالعاتو لګښت ورکړي. همداراز په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند دوه اړخیزه همکاریو باندې هم بحث وشو. دواړو لوریو د لا ډیرو همکاریو ډاډ ورکړ. یاده دې وي چې افغان ټرانس اوسپنه پټلۍ له مزارشریف پیل او تر تورخم پورې رسیږي چې د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره وصلوي او په عملي کېدلو یې هېواد ته ډیرې ګټې رسیږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.