نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۴) نن یکشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د دغه ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ په بلخ ولایت کې د قوش تیپې کانال په هغه جوړېدونکي پل بحث وشو چې د اوسپنې پټلۍ لاندې تیریږي. دغه ناسته کې د ملي پراختیا شرکت معاون […]
الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۴) نن یکشنبه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د دغه ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ په بلخ ولایت کې د قوش تیپې کانال په هغه جوړېدونکي پل بحث وشو چې د اوسپنې پټلۍ لاندې تیریږي. دغه ناسته کې د ملي پراختیا شرکت معاون ښاغلي انجنیر ریاض الدین شریفي په پلان کې نیول شوي پل په اړه اړین معلومات وړاندې کړل. د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ښاغلي شرافت دوی ته ډاډ ورکړ چې په ټول توان کوښښ کوي، په خپله برخه کې یاد شرکت سره لازمه همکاري وکړي څو د قوش تیپې کانال لومړۍ فاز چې لویه ملي او انکشافي پروژه ده، ژر تر ژره تکمیل شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.