نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي، غواړي ځینې پرزې او تخنیکي وسایل، له افغاني شرکتونو څخه را ونیسي. دغه څرګندونې، نن د یادې ادارې مشر بخت الرحمان شرافت، د خان سټیل د اوسپنې ذوب کولو کمپنۍ له مشر سره د لیدنې پر مهال وکړې.. په یاده ناسته کې ښاغلي شرافت […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وایي، غواړي ځینې پرزې او تخنیکي وسایل، له افغاني شرکتونو څخه را ونیسي. دغه څرګندونې، نن د یادې ادارې مشر بخت الرحمان شرافت، د خان سټیل د اوسپنې ذوب کولو کمپنۍ له مشر سره د لیدنې پر مهال وکړې.. په یاده ناسته کې ښاغلي شرافت راغلي هیئت ته وویل چې اداره هوډ لري د اوسپنې پټلۍ هغه پرزې او وسایل چې افغاني کمپنۍ یې د تولید ظرفیت لري، له افغانۍ کمپنیو سره قرارداد وکړي او ویې پېري. څو یې له امله د افغاني کمپنیو ملاتړ وشي او هغه تعهد ته نږدې شو چې د اوسپنې پټلۍ چارې افغاني کړو. د خان سټېل کمپنۍ هیئت مشر ښاغلي انجینر نورولي د مننې تر څنګ د خپلې کمپنۍ او په ځانګړې توګه د شته ظرفیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.. نوموړي وویل «موږ الحمدلله سیمې په کچه د فلزاتو د تولید ښه او قانع کوونکی ظرفیت لرو او بله ځانګړتیا دا ده چې د فلزاتو د تولید لپاره په کافي توګه ښه کیفیت لرونکي خام مواد په اختیار کې لرو او د ورځې کولای شو تر ۴۰۰ متریک ټنه فلزي وسایل تولید کړو.» همداراز دې ناسته کې په دوه اړخیزه همکاریو ټینګار وشو او په ټوله کې دا روحیه قوي شوه چې د هېواد په ابادي، اقتصادي پراختیا او ګرانو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کې باید ټول برخه واخلي. یاده دې وي چې خان سټېل د اوسپنې ویلي کولو یوه مشهوره افغاني کمپنۍ ده او په سیمه کې د ښه کیفیت نوم او د ملي او نړیوالو اتحادیو غړیتوب او تصدیق لیکونه لري. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.