نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له یو شمېر اهل تشیع علماو او مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کې لومړی محترم محمد حسن شریفي بلخابي د نورو په استازولۍ د ټولنیز وضعیت او له اسلامي نظام څخه د اهل تشیع د لیدلوري […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له یو شمېر اهل تشیع علماو او مشرانو سره وکتل. په دې کتنه کې لومړی محترم محمد حسن شریفي بلخابي د نورو په استازولۍ د ټولنیز وضعیت او له اسلامي نظام څخه د اهل تشیع د لیدلوري او هیلو په اړه د ریاست الوزرا د اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل. بلخابي وویل چې د هیواد اهل تشیع د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه لیدلوری لري او په هراړخیزه توګه د سپېڅلي اسلامي نظام ملاتړ کوي. هغه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې په دایکنډي او بامیانو ولایتونو او نورو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښي څرګندولو ترځنګ وویل،د اسلامي امارت مسوولین خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسیدګي خپل ویاړ بولي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ملت او نظام ترمنڅ د پياوړو اړیکو په رامنځته کولو کې د علماو او سپين ږیرو رول مهم وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې زیاتې هځې وکړي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت متوازن پرمختګ ته ژمن دی او په ټول هیواد کې به پراختیایي پروژې پلې کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.