نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو په گډه د اندخوی – شبرغان پلان شوي اوسپنې پټلۍ له یوې برخې له نږدې کتنه وکړه او د دې پروژې له مسیر څخه یې ارزونه وکړه. همداراز یادو تخنیکي ټیمونو او مسؤلینو له ځایي سوداگرو سره ناسته وکړه، […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۸) د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو په گډه د اندخوی – شبرغان پلان شوي اوسپنې پټلۍ له یوې برخې له نږدې کتنه وکړه او د دې پروژې له مسیر څخه یې ارزونه وکړه. همداراز یادو تخنیکي ټیمونو او مسؤلینو له ځایي سوداگرو سره ناسته وکړه، د دوی ستونزې یې واورېدې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان او ترکمنستان اوسپنې پټلۍ استازو ترمنځ د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ چې همدا مهال یې د غیر ریلي چارو ترمیمات روان دي، د انتقالاتو په پیل هم بحث وشو او تمه ده ژر تر ژره له دې پټلۍ څخه انتقالات پیل شي. یاده دې وي چې د اوسپنې پټلۍ ادارې په ملي پلان کې د اندخوی – شبرغان او د بلخ ولایت تر نایب آباد ستیشن پورې پټلۍ شامله ده چې لومړۍ ټوټه په ۱۰ کیلومتره اوږدوالي سره له اندخوی ستیشن څخه پیل او د شبرغان ښار ته نږدې کیږي.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.