نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
تېره ورځ د هیواد د انحصاراتو ادارې عمومي مسئول محترم انجینر عبدالغفار فائز او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ او دلته یې د محترم والي صاحب او نورو مسئولینو سره وکتل. دباختر خبري اژانس د خبر له مخي ښاغلی فائز لومړی ګرشک ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د ځایي مسئولینو […]
تېره ورځ د هیواد د انحصاراتو ادارې عمومي مسئول محترم انجینر عبدالغفار فائز او ورسره مل پلاوي هلمند ولایت ته سفر وکړ او دلته یې د محترم والي صاحب او نورو مسئولینو سره وکتل.
دباختر خبري اژانس د خبر له مخي ښاغلی فائز لومړی ګرشک ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د ځایي مسئولینو سره تر لیدني وروسته په یاده ولسوالۍ کي د انحصاراتو ادارې اړوند ملکیتونو ارزیابي وکړه او هلته یې د یو مارکېټ د جوړولو ژمنه وکړه.
همداراز مرکز لښکرګاه ښار کي د محترم والي صاحب او نورو لوړ پوړو مشرانو سره تر ملاقات وروسته یې په لښکرګاه کي د تېلو ددولتي پمپ څخه هم لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې یاد پمپ به په نږدې راتلونکي کي فعال او په ټیټ قیمت به د تيلو عرضه کول پیل کړي، ترڅو نرخونه کنټرول کړي او د خلګو یو لړ ستونزي حل سي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.