د امنیتي او تصفیوي چارو لوی کمېسیون خبرتیا

په تیرو میاشتو کې په کابل کې په تصفیوي عملیاتو کې د نیول شویو نقلیه وسائطو او نورو اجناسو په اړه که هر څوک د شخصي ملکیت ادعا لري، خبر ورکول کیږي، چې د راتلونکې شنبې ورځې څخه د ۱۴۴۴/صفر المظفر/۶ هــ ق د ۱۴۰۱/سنبلې/۱۲ هـ ش  نیټې پورې  د پلازمینې کابل پولیسو اکاډمۍ کې […]

په تیرو میاشتو کې په کابل کې په تصفیوي عملیاتو کې د نیول شویو نقلیه وسائطو او نورو اجناسو په اړه که هر څوک د شخصي ملکیت ادعا لري، خبر ورکول کیږي، چې د راتلونکې شنبې ورځې څخه د ۱۴۴۴/صفر المظفر/۶ هــ ق د ۱۴۰۱/سنبلې/۱۲ هـ ش  نیټې پورې  د پلازمینې کابل پولیسو اکاډمۍ کې د معتمدینو کمیسیون ته چې ۱۵ ورځې د عرائضو د اوریدو له پاره هلته حضور لري، مدعي شخص دې په خپل مدعی بها مال باندې د خپل ملکیت ټول مثبت اسناد حاضر کړي، که د اعتبار وړ وګڼل شول؛ نو نقلیه وسائط له اصولو سره سم مالک ته په تضمین سره سپارل کیږي، که له دې اعلان شوې نیټې  وروسته د چا مدعی بها مال ضائع شي، بیا د شکایت حق نه لري.

د کمیسیون له مسئولینو سره د رابطې شمیرې په لاندې ډول دي:

۰۷۷۲۸۲۹۷۹۵

۰۷۳۰۴۷۲۵۴۲

د امنیتي او تصفیوي چارو لوی کمیسیون

۱۴۴۴/۱/۲۰هـ ق

۱۴۰۱/۵/۲۷ هـ ش  ۲۰۲۲/۸/۱۸ م