د امریکا سنا پر سعودي عربستان د توغندیو د پلورلو له طرحې ملاتړ وکړ

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا سنا هغه پرېکړه لیک رد کړ چې پر سعودي عربستان یې د ۲۸۰ منځني واټن ویشتونکو توغندیو پر پلور بندیز لګولی و، د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا سنا د سې شنبې په شپه پر سعودي عربستان د توغندیو د نه پلور پرېکړې […]

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د امریکا سنا هغه پرېکړه لیک رد کړ چې پر سعودي عربستان یې د ۲۸۰ منځني واټن ویشتونکو توغندیو پر پلور بندیز لګولی و، د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا سنا د سې شنبې په شپه پر سعودي عربستان د توغندیو د نه پلور پرېکړې ته منفي رایه ورکړه.

دا لایحه د دوو جمهوري غوښتونکو وکیلانو رانډ پاول او مایک لی، د برني سنډرز سره چې ډېری یې دیموکراتان دي، وړاندې کړې وه، د هیل نشریې د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ د ۶۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پر سعودي عربستان د وسلو د پلور له بندیز سره کلک مخالفت ښودلی دی.

هیل په خپله نشریه کې زیاتوي، سناتور پال د سې شنبې په ورځ ویلي و، چې د یمن په کورنۍ جګړه کې د هوایي او سمندري محاصرې په شمول د سعودي عربستان رول د کرکې وړ دی.

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو سره د سعودي په مشرۍ ایتلاف جګړه، چې د ملګرو ملتونو له خوا په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري ناورین بلل شوی، سعودي عربستان ته د وسلو پلورل یې څیړلي دي.

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د ځینو امریکایي او سعودي چارواکو له قوله لیکلي، چې د حوثي یاغیانو د ډرون او توغندیز بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان له ځان څخه د دفاع مهمات د خلاصېدو په حال کې دي، له همدې امله سعودي عربستان له متحده ایالاتو، فارس خلیج کې د دوی له متحدینو او له اروپا څخه غوښتي چې د امنیت ساتلو په برخه کې دې له دوی سره د مهماتو مرسته وکړي.

د سعودي عربستان او امریکایي چارواکو په اند، تېره میاشت کابو هره ورځ حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان له لسو څخه زیات ډرون او توغندیز بریدونه تر سره کړي دي.

سعودي عربستان تر دې مخکې د حوثي یاغیانو بریدونه د پاتریوت هوایي دفاع سیستم په وسیله له منځه وړل خو اوس ښایي ددې سیستم مهمات د ختمېدو په حال کې وي.