نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د تر لاسه شویو راپورونو له مخې، د امریکا د وسله والو ځواکونو تر ټولو ګران بیه ګلوبل هاک ډرون الوتکې سقوط کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ یاده الوتکه ”داکوټا“ سیمه کې را لوېدلې ده. د امریکا امنیتي سرچینو رسنیو ته د پېښې پر تائید سربېره ویلي، چې یادې الوتکې د تخنیکي ستونزې له […]
د تر لاسه شویو راپورونو له مخې، د امریکا د وسله والو ځواکونو تر ټولو ګران بیه ګلوبل هاک ډرون الوتکې سقوط کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ یاده الوتکه ”داکوټا“ سیمه کې را لوېدلې ده.
د امریکا امنیتي سرچینو رسنیو ته د پېښې پر تائید سربېره ویلي، چې یادې الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله سقوط کړی دی، امنیتي سرچینې زیاتوي چې دغې الوتکې تقریبًا ۱۳۰ میلیون ډالره ارزښت درلود.
هېره دط نه وي، چې داکوټا کې د الوتکې تر لوېدو وروسته سیمه کې اور لګېدنه هم را منځ ته شوې، چې اوسمهال د اور وژنې د ډلې لخوا کنټرول شوې ده او د تلفاتو په هکله یې تر دې دمه راپور نه دی ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده، چې دا په تېرو ۱۸ میاشتو کې د امریکا د وسله والو ځواکونو درېیمه ګران بیه ګلوبل هاک ډرون الوتکه ده چې سقوط کوي، تر دې وړاندې د یادو ځواکونو ورته دوو الوتکو سقوط کړی دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.