د امربالمعروف وزارت د محتسبینو په مرسته د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې (۴۰۰)بابه مسجدونه فعال شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د دې وزارت د محتسبینو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څلور(۴۰۰) بابه مسجدونه فعال شول چې له دې کاره یې موخه هغو هټۍ والو ته د اسانتیاو برابرول دې چې له جامع مسجدونو لرې وي. په دې هکله د امربالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر وایې چې موخه یې هیوادولو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د دې وزارت د محتسبینو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څلور(۴۰۰) بابه مسجدونه فعال شول چې له دې کاره یې موخه هغو هټۍ والو ته د اسانتیاو برابرول دې چې له جامع مسجدونو لرې وي.

په دې هکله د امربالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر وایې چې موخه یې هیوادولو ته د اسانتیاو برابرول دي چې په دې اساس یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې (۴۰۰) بابه مسجدونه فعال کړل چې له جملې یې د (۲۶۹) مسجدونو دروازې د لمونځ کوونکیو پر مخ خلاصې دي او پاته نور یې د تیارېدو په حال کې دي.

په دې تړاو د تایمني سیمې د بینظیر د واده تالار مسؤل وایې : د امربالمعروف وزارت د محتسبینو په مرسته مو په تالار کې د ښځینه و او نارینه و له پاره ځانګړي مسجدونه جوړ کړل چې په دې سره به راتلونکي کسان له ستونزو وژغورل شي او لمنځونه به پر وخت ادا کوي.