نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کي د امربالمعروف استازو د یاد ریاست له اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه. په یاد مجلس کي د امربالمعروف د استازو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس حافظ عبدالباري راشد او ددغه ریاست اداري کارکوونکو ګډون درلود. غونډه د حافظ […]
نن د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کي د امربالمعروف استازو د یاد ریاست له اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه. په یاد مجلس کي د امربالمعروف د استازو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رئیس حافظ عبدالباري راشد او ددغه ریاست اداري کارکوونکو ګډون درلود.
غونډه د حافظ سمیع الله (یاسر) صاحب لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه وروسته د امربالمعروف استازي شیخ مولوي محمد ایوب (ایوبي) صاحب خپله ارزښتناکه وینا پیل کړه نوموړي په خپلو خبرو کي وویل چي الله تعالی امر کړی چي د شیطان د اوامرو د منلو څخه ځان وساتۍ او ځانونه په اسلام کي په بشپړ ډول داخل کړئ.
همداراز ده زیاته کړه چي الله تعالی فرمایي چي رسول الله (ص) چي څه وایي دا له ځانه نه وایي بلکه زموږ لخوا وحي ورته کیږي نو تاسي د خپل پیغمبر (ص) اطاعت وکړئ.
محترم ایوبي صاحب زیاته کړه کوم کسان چي د اسلامي امارت سره کار کوي دوی د امارت نماینده ګي کوي نو پر دوی لازمه ده چي ځانونه پر شریعت برابر کړي ترڅو عام ولس ورڅخه متاثره سي.
نوموړي له مامورینو وغوښتل ترڅو ځانونه پر شریعت برابر کړي د ږیري له خریلو او لنډولو ځان وساتي ځکه مامورین د امارت استازي ګڼل کیږي او د ټول ولس سترګي دوی ته دي. غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۹ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.