د امارت قضایایي آمر مولوي محمود شاجوی ولسوالي ته رسمي سفر وکړ!

  د سفر په ترڅ کې يې په دې ولسوالي کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې د غونډې پر مهال د شاجوي ولسوالي ولسوال حافظ شفیق، امنیه قومندان حاجي بشیر، د شاجوی ولسوالي د ټولو حوزو مسؤلینو او د ولسوالي د ټولو ملکي ادارو کارمندانو حضور درلود. د غونډې پر مهال مولوي محمود […]

 

د سفر په ترڅ کې يې په دې ولسوالي کې په یوه غونډه کې ګډون وکړ، چې د غونډې پر مهال د شاجوي ولسوالي ولسوال حافظ شفیق، امنیه قومندان حاجي بشیر، د شاجوی ولسوالي د ټولو حوزو مسؤلینو او د ولسوالي د ټولو ملکي ادارو کارمندانو حضور درلود.

د غونډې پر مهال مولوي محمود وویل ټولي ادارې مکلفې دي چې د دولتي املاکو څخه حراست او جدي دفاع وکړي، په خبره يې ټولې دښتې غرونه ،د غرونو لمنېو غونډۍ، ډبرینې ځمکې او للمي ځمکې دا ټولې دولتي ځمکی دي او د قضایایي امارت غوښتنه ده چې تصرف په تمامه معنا په ټولو ځمکو کې منعه ده، موږ د یوې لویشتې اجازه نه لرو چې د چا شخصي ملکیت یې وګرځوو او نه چاته د شرعي قبالې د ورکولو اجازه لرو.

ښاغلي مولوي محمود د ټولو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د عامه شتمنیو په ساتلو او د هغوی په خوندیتوب کې زموږ سره پوره همکاري وکړي.

د غونډې پر مهال د شاجوی ولسوال حافظ شفیق وویل چې دا د ټولو مکلفیت دي چې د دولتي ځمکو د غصب مخه ونیسي او له خپل اړخه يې په دې برخه کې د پوره همکاري او کړنو تر سره کولو ډاډ ورکړ.